Fandom

شعرونه

خندا ته کینو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

ستا مکيزونو ادا ګانو او خندا ته کېنو
چې ته رخصت شې خوږه ياره بيا به چاته کېنو

سترګې راواړوه جانانه لږ معطل شه دلته
توره تياره ده ستا د مخ ښکلې رڼا ته کېنو

پرېږدۍ چې ستړې کوچۍ سوري ته وېده شي لږ
مونږ به دمه شو په سره لمر د کېږدۍ شاته کېنو

دا خو منمه چې ښاېسته يې اوښې سترګې لرې
مونږ دې ته مه مجبوره وه چې کوم ملا ته کېنو

څوک به څه وايي ورځو سترګو له اوبه ورکوو
مونږه د مينې لېوني د ګودر خواته کېنو

زموږ د اوښکو به ترې خداى اخر پوښتنه وکړي
خپل ګريوانونه ورته ښايو څو اشنا ته کېنو

کونړ – عمرا خان لېسه ٤ / ٤ / ١٣٧٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki