Fandom

شعرونه

خوب

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

بيګا ويده ومه

عجيب يو خوب مې ليده

يو لړزؤنکی خوب

يو پارؤنکی خوب

يو په نېشو نېشه

يو ډارؤنکی خوب

خو! خوب لا خلاص نه ؤ

چې يو مُخل راغئ

زما د خوب کوټې ته

او را بېدار ئې کړم

بيګا په خوب کې په يوه لاره تلمه

په ډېره ښکلې سيمه

ډېر مزېداره تلمه

په شنو جلګو کې

کرار کراره تلمه

چې له يو ګوډ نه مې

دا يوه ناره واورېده،

(خلګ څوک نشي وژی = مرګ دی غلام د خلکو)

لکه چې کش مې کړي

څوک ددې آواز په لور

لاره مې پرېښودله

روان په بله شوم

تر څو د پېښې ځای ته

لاړم داخله شوم

ځای مې ونه پېژانده

چې پکتياء وه

د کونړونو سيمه

که لشکرګاه وه

خو، وينو نارې وهلې

(خلګ څوک نشي وژی = مرګ دی غلام د خلکو)

تاسو باور وکړی

چې لړزېدم له ډاره

لکه لاټو جای په جای

به تاوېدم له ډاره

چې يو څو پېغلې راغلې

جوړ لکه حورې چې وي

په احترام ټيټې شوې

لکه مجبورې چې وي

وينې ئې ښکل کړلې

بيا ئې ترې ځان سينګار کړ

په ګډ آواز ئې ووې

(خلګ څوک نشي وژی = مرګ دی غلام د خلکو)

دې سره تالنده شوه

باد او باران راغئ

يوه سيلۍ له اور سره

يو مست طوفان راغئ

وينې ئې وچې کړلې

تالا والا شوې ټولې

له دې طوفانه سره

سم په هوا شوې ټولې

ذره ذره په هوا

لکه جکړ چې وي

هرې ذرې به ئې وې

(خلګ څوک نشي وژی = مرګ دی غلام د خلکو)

خوب لا خلاص نه ؤ

چې دا مُخل راغی

زما د خوب کوټې ته

اور رابېدار ئې کړم

پس له روغبړه ځنې

وې چې جهان کې څه دي؟

په منطقه کې وايه

افغانستان کې څه دي

ما ئې خبر غوڅه کړه

چې جهانيان وائي

ددې هېواد بچوړي

ټول افغانان وائي

تا وژلی څو څو واره

زه موجود يم نه ورکېږم

ته مې رېبه لور راواخله

زه به لا پسې ډېرېږم 

Also on Fandom

Random Wiki