FANDOM


 دابه ملا ستا په نظر كې بغاوت ښكارېږي

زما نظر كې يو پټ راز دمحبت ښكاريږي

داچې له ورېځې نه راوتى ګل جانان ته نيسي

داخو د حسن ښاپېرۍ كې ستا قدرت ښكارږي

څنګه دخيال خوبونو وړې هغه دنګه جلۍ

هغه ديار په مينه مسته غنم رنګه جلۍ

له مونږه بېله شوه اوس ګوري دخوبونو دنيا

كړې په لېمو باندې خورې يې دبڼو وزرې

پستې كوكۍ ته يې پسته غړۍ كړه پوته راته

په بسم الله مې ترې راتاو كړ مرۍ تار د نظر

هڅې نه څوك يې كړي نظره وږې ستركې شته دي

بيابه يې زه په كوم ملا او كوم زيارت ګرځوم

داستا په حسن شهيد شوي لالي ستا په خاطر

له شين جنت نه سور ګلاب راوړى ستا له پاره

سترګې كړه خلاصې د اسمان كنارې ولټوه

ها له پردې نه راوتلي لاس ته وكړه نظر

ستا ګلابي حسن په شان يې سور ګلاب راوړى

ته دفطرت په رنګينه جهان كې خوب وړې يې

نن ستا ښكلا زما د عمر توبه ماته كړله

بيا ستا په حسن كې له خپله حده واوختلم

بيا انقريب زما له زړه نه راوتلي توري

د وخت ملا راته د كفر فتوه ولګوي

ځكه چې دوى د محبت په معنى نه پوهېږي

دوى چې دښكلو مينه ګوري ورنه مخ اړوي

دوى صرف صفت د ښكلو كنز او په مونيه كې ګوري

ستا خوبه وړو سترګو راكړې فلسفې د مينې

ماته يې وركه لاره بېرته را پېدا كړه اشنا

چې يو مئين زړكى يې وايي خپل جانان ته داسې

غاړه دې جيګه راته نيسه

جې په پسته مرۍ دې خوله ولږومه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki