FANDOM


ښه مې په یاد دي ما ترې لاندې ډیر خوبونه کــړي

ښه مې په یاد دي ما پکې پېنځه وخته لمنځونه کول

ښکاري ویښ زما نصیب شو یار مې ولیدلو خوب کې

څومره زړه ته مې قریب شو یار مې ولیدلو خوب کې

لــــږ ګـــــیله من وه ما ویل څار د له ګـــیلو شم اشنا

پخلا مې کـــــړ حبیب شو یار مې ولیدلو خوب کـــې

په هر پرهر یې ســـور د شـــونډو مرحم کیښود راته

زه بېمار دا مې طــبیب شو یار مې ولیدلو خوب کــې

رقیب ولاړ وه یار په ما ذُلفې خـورې ورې کـــــړې

سور له شرمه مو راقیب شو یار مې ولیدلو خوب کې

«ځـدراڼه»! ما د خپل جانان د خولې خبرې چڼ کړې

دا غــــزل ترینه ترتیب شو یار مې ولیدلو خوب کـې


۲۰۱۰/۴/۶

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki