<poem>خوب راځي وچ نه شې ګريوانه خوب به نه راولې رنځور نصيبه رنځور ځانه خوب به نه راولې
ته خو د ځان خوشالي تل دبل په غم کې غواړې شېخه نور تېرشه له دعا نه خوب به نه راولې
دښته اوږده ده د تودو شپو کيسې مه يادوه پښې وباسه له بيابانه خوب به نه راولې
ويم چې دا ډک د مينې زړه يوداسې چاته ورکړم چې هره شپه وايي جانانه خوب به نه راولې
٢٠ – ١٢ – ١٣٨٠
کونړ
وېشنيزه:سميع الله تړون