FANDOM


ستړى مزدور دى د غرمې سېوري ته خوب وړى دى
که څوک مئين دى د وعدې سېوري ته خوب وړى دى

د حقيقي عشق د آغاز انجام به دغسې وي
لکه پتنګ چې د لمبې سېوري ته خوب وړى دى

په باروتي لمبه شهيد ځوان پروت په وينو کې دى
که نه وربل د لوپټې سېوري ته خوب وړى دى

هاغه د ګل نه نازک دنګ زلمى که ياد شي درته
د دې وړې ماتې جنډې سېوري ته خوب وړى دى

بائېد زمونږ د بېدارۍ جرس همدا ماشوم وي
چې د شهيد پلار جنازې سېوري ته خوب وړى دى

حفاظت کاندې ملائېکې د هغه مجاهد
چې د جهاد تودې مورچې سېوري ته خوب وړى
د مجاز ستر فکر خاوند يې سلامۍ ته راځي
کوم لېونى چې د جذبې سېوري ته خوب وړى دى

ړانده ضمير نه لاس نيوى کوي او لار ترې غواړي
چې کوم احساس د ارادې سېوري ته خوب وړى دى

د دې طالب له ډاره ټول جهان ته خوب نه ورځي
چې د شهيدې مدرسې سېوري ته خوب وړى دى

دا شېطاني فرېبجن شور يې ويښولى نه شي
څوک چې د مينې د پردې سېوري ته خوب وړى دى

په گل مئېن بورا زړګى مې د سينې پنجره کې
د سرو زخمونو د غونچې سېوري ته خوب وړى
هغه به ټول عمر په اور کې شبګيري تېروي
څوک چې د ستړې زمانې سېوري ته خوب وړى دى

هغه سپېڅلي توند صوفيان ښائيي له ښاره تللي
رياکار شېخ د مېخانې سېوري ته خوب وړى دى

را ويښوي به د غفلت غېږ کې ويدۀ ذهنونه
خيال د ( مفتون ) د فلسفې سېوري ته خوب وړى دى
 
١٣٨٣

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki