نور خو بختور دي له سپوږمۍ غیږه چاپیره کړي
څوک دي لکه زما چې زندګي په وعدو تیره کړي
ستا رڼا ته ناست یم د ډیوو په لټون نه وځم
دا به لا کوم نور وي چې تر تا به رڼا ډیره کړي؟؟؟
زړه مې پر چا روغ دی، لکه ساه راکې روانه ده
ګوره تراوش لکه خوشبو زما له شعره کړي
راشي تصور کې هره ورځ نوی غزل راوړي
زه له خلکو هیر یمه خو دا مې رابرسیره کړي
څوک دي چې د ښار د جنکو سترګې پخي ګڼي
دا خو یې د نوم له اخیستلو نه هم ویره کړي
دوه سترګو هادي د ژوند له ښې بدې ویستلی دی
خدایزده که مرګی هم د چا مینه ورنه هیره کړي
وېشنيزه:عبدالهادي هادي وېشنيزه:شعرونه خ