Fandom

شعرونه

خوشحالي نه شته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

خوشحالي نه شته ده څنګه به خوشحال شم

استقلال چې په ښېلاک زمونږ بدل شو

قربانۍ مو دسرونو وې وکړې

نه آزادشوو نه آزاد زمونږ محل شو
                                       
خوشحالي نه شته ده هره خواته غم دى

کور په کور ځاى په ځاى هره خوا ماتم دى

هره خواته د وحشت چيغه خوره ده

دافغان خاوره په څه خوره وره ده؟

مونږ نو ولې هيڅوک نه پرېږدي ژوندون ته

سترګې نه غړوي څوک زمونږ سکون ته

همېشه پر مونږه فکر د غلام کړي

له ډېر غمه به يارانو په څه حال شم

خوشحالي نشته دي څنګه به خوشحال شم

په اغزنو ورانو لارو مې مزل شو

استقلال چې په ښکېلاک زمونږ بدل شو

لويه خدايه په ژوندون مو لوبې کېږي

اتفاق نشته په کورمو کوډې کېږي

د وطن له آبادۍ نه يمه لرې

زه آزاد يم آزادى نه يمه لرې

دې وطن ته هر ښامار سترګې نيولي

هرښامار د استعمار سترګې نيولي

زړه يې دادى د افغان خاوره کړي خپله

ځکه خېژي دا فرياد مې له ګوګله

د افغان ولس بچيه لږ ننګ وکړه

وېره مه کړه له غليم سره جنګ وکړه

شې غازي به که له جنګه په آمان شې

که شهيد شوې قهرمان به د جهان شې
              

  • ژړا راشي خپل افغان قوم ته په سوال شم


خوشحالي نشته دى څنګه به خوشحال شم

په لمبه د خپل زړګي مې وريت ګوګل شو

استقلال چې په ښکېلاک زمونږ بدل شو

لېونى شوم د خپل ځان سره غږېږم

په خپل فکر ټول جهان سره غږېږم

زه چې هر چا لره څيرې خپل ګرېوان کړم

کور مو غواړي چې خپل ځان ته يې نيلام کړي

خيال يې دادى چې زه څومره در په در شم

دوي ته نفه زه په مثل د سره زر شم

غرو رغو نه مې اوس اخلي سره لعلونه

خپل افغان اولس ته وايمه حالونه

له ډېر غمه به يارانو په څه حال شم

خوشحالي نشته دي څنګه به خوشحال شم

په اغزنو ورانو لارو مې مزل شو

استقلال چې په ښکېلاک زمونږ بدل شو

لويه خدايه په ژوندون مو لوبې کېږي

اتفاق نشته په کورمو کوډې کېږي

د وطن له آبادۍ نه يمه لرې

زه آزاد يم آزادى نه يمه لرې

دې وطن ته هر ښامار سترګې نيولي

هرښامار د استعمار سترګې نيولي

زړه يې دادى د افغان خاوره کړي خپله

ځکه خېژي دا فرياد مې له ګوګله

د افغان ولس بچيه لږ ننګ وکړه

وېره مه کړه له غليم سره جنګ وکړه

شې غازي به که له جنګه په آمان شې

که شهيد شوې قهرمان به د جهان شې

ژړا راشي خپل افغان قوم ته په سوال شم

خوشحالي نشته دى څنګه به خوشحال شم

په لمبه د خپل زړګي مې وريت ګوګل شو

استقلال چې په ښکېلاک زمونږ بدل شو

لېونى شوم د خپل ځان سره غږېږم

په خپل فکر ټول جهان سره غږېږم

زه چې هر چا لره څيرې خپل ګرېوان کړم

څو غميزې د خپل ژوند ورته بيان کړم

هيڅ زړه سوى په چاکې نشته لويه خدايه

هر،هر چاته چې فرياد وکړم له ورايه

په ظاهره شي خفه باطن خوشحال وي

چې پر مونږه همېشه دغسې حال وي

ښه يې واورئ څوک پر مونږ نه خفه کېږي

خو افغان اولس په دې هم نه پوهېږي

آزادي لرو ترڅو به مونږ کړېږو

وزر پېچه يو مرغۍ غوندې،پړتېږو

هر غليم ته به نور خپله توره ډال شم

خوشحالي نشته دى څنګه به خوشحال شم

دافغان په خاوره ولې جوړ غوبل شو

استقلال چې په ښکېلاک زمونږ بدل شو

 راشئ يو شو د ښکېلاک زنځير رامات کړو

لنډ ژوندون مو پس له مرګه خپل حيات کړو

د يوه بيرغ تر سيوري شو راټول

همه واړه لکه ستوري شو راټول

راشئ جوړ کړو غليمانو باندې شور مونږ

څو،څو ځله دوي شړلي دي په زور مونږ

شرم نه لري چې بيا دلته راغلي؟

دوي په زړونو لا پخوا دي مو داغلي

که خداى يو کړل ټول قامونه دافغان

بيا به ګورۍ په لړزان شي ټول جهان

ماتېدل به دافغان مشکله کار شي

افغانان که ټول روان په يوه لار شي

زه نظير بۀ له سيالانو سره سيال شم

خو شحالي نه شته ده څنګه به خوشحال شم

نصيحت مې خپل اولس ته دا غزل شو

استقلال چې په ښکېلاک زمونږ بدل شو

٢٠٠٤/٨/١٧

</font>

Also on Fandom

Random Wiki