Fandom

شعرونه

خوشې خوشې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

لاله وغړوې سترګې له عبرته په زړه داغ شي

رډې سترګې سوسن ګوري ساعتونه خوشې خوشې

جوړ شي لعل له هغو اوښکو چې تويېږي و ګوګل ته

چپ شه ای ابشاره مه کړه دا شورونه خوشې خوشې

چې ژوندون لري مړکېږي ښه هغه چې باشرف وي

که سپی زرکاله وپايي وي کالونه خوشې خوشې

لوړ همت په دام د طمع کې څوک کله شي نيولی

د همای د پاره مه ږده دا دامونه خوشې خوشې

د مرض علاج په کار دی څه لا مخکې له شدته

پس له مرګه څه پکار دي ماتمونه خوشې خوشې

زه د عشق په پياله مست يم محتاج نه يم د شرابو

ساقي مه ډکوه ماله دا جامونه خوشې خوشې

چا حاصله خپل مرام کړ په قوت د خپلو مټو

څوک دي ناست کوي په زړه کې ارمانونه خوشې خوشې

په شهباز سره د شعر به تازه د ژوند نغمه کړو

دا رباب د زړه غږېږي ډېر عمرونه خوشې خوشې

د فرهاد تېشه په لاس کړه که شيرينه معنی غواړې

پراته کله وي ايرو کې سره لعلونه خوشې خوشې

چې روان تر اوبه نه وي او ژور هم له دريابه

نه پوهېږم څله وايي دا شعرونه خوشې خوشې

دا نقصان د شعر نه دی له خپل ذوقه سراغ وکړه

په خادم باندې مه وايه تهمتونه خوشې خوشې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki