Fandom

شعرونه

خولګۍ چې مې ور کېښوده هواره په خولګۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

خولګۍ چې مې ور کېښوده هواره په خولګۍ

شوه پاتې له شکوې او له انکاره په خولګۍ



د هرې خونې ور وي، په هر رود باندې ګودر وي

سپره ده د هر ښکلي د زړه لاره په خولګۍ



ټول غم مې رانه ټول کړي، چې را تېر کړي په ما لاس

ټول درد مې رانه واخلي په کراره په خولګۍ



تر پایه به همداسې پاتې نشې دریابي

چټي دې آموخته کړو ګلنګاره په خولګۍ



ښکارېږي نن دې مینه وه راغلې په خپل ځان

سهار دې ښکلې اېښې وه هنداره په خولګۍ



د سترګو یې له زوره نه یې، لاره چپوه

ورځه یې د زمري غوندي بې خاره په خولګۍ



غریب به دې ایستلی وي له ژونده په کتو

مسکین به دې ویستلي وي له کاره په خولګۍ



شمال دې و په مخه، ما له لرې در کتل

پلو دې در نیولی و ناچاره په خولګۍ



غوسه شوه، وېلې نه کوم نور په تا باور

"دا ووړکي خو حمله کوي له واره په خولګۍ"




غزل که غزل نه شولو هم نه کوي تاوان

بدل یې کړه له چا سره قراره په خولګۍ

Also on Fandom

Random Wiki