Fandom

شعرونه

خوښیږې مې ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ګرانې رښتيا وايم خوښېږې مې ته
زما د ژوند دکتاب پاڼه ته يې
چې شپه او ورځ يې په خوبونو وينم
آله کتاره وتې زاڼه ته يې
 
ګرانې له مينې دې منکر نه يمه
راشه دخداى په نوم قسم راکه
خو خپل عادت له ياده ونه باسې
خوشالي مه راکوه غم راکه

زه مې خيال تڼاکې نه ودروم
زه يو سپېڅلى غوندې زړه لرمه
اوښکې به لپې ، لپې درکړم اشنا
خو مرغلرې ګوره نه لرمه
 
زه دمارانو بچي هم نه وژ نم
ويمه چې مارشي ترې ښامار جوړ شي
انسان جانان راسره ظلم کوي
کېداى شي دغه مار مې يار جوړ شي

ستا په دې دومره اوږده مينه کې زه
ستا دلاس نښه يو دسمال لرمه
ملنګ شاعر يم زړه مې مه ماتوه
خداى (ج) به دې ووهي وبال لرمه

ته د بنګلو او رڼا ګانو ميره
زه يو غريب شاعر د غرونو شاعر
که ستاپه کلک زړه کې مې لاره و کړه
نو بيا مې وګڼه دزړونو شاعر


ياره د غم کيسو مې زړه خوړلى
دا افسانه دې نوره نه بدلوې ؟
مرګى دى سرې سترګې رالېږه خدايه (ج) !
که زما نه دې نوره نه بدلوې


سهار کې تا پسې ياسين ختموم
مازيګر سورتې رحمان وايم
سپېڅلى نوم دې په ذکرونو لمانځم
زه ټوله شپه جانان ،جانان وايم

اوس چې شعر ليکم زړه مې ودرزېږي
په هر يو بيت کې راته ته ښکارې
درته نارې کړمه در غاړې وځم
جانانه چرته يې چې نه ښکارې

١٠ – ٧ – ١٣٨٢
کونړ

Also on Fandom

Random Wiki