FANDOM


جوړ مو د مینې کاراوبار وو ،خو اوس ندی پاتې
په تا مې کړی ډیر اعتبار وو ،خو اوس ندی پاتې

چې مستــو مستـــو شـــاعرانو ترې غزلې راوړې
دلته ولاړ یو شین چېــــنار وو ،خو اوس ندی پاتې

ښه مې په یاد دي پېښـوره! دې سوات مست خویونه
ترېنه به تاو د ګــــــلو هار وو ،خو اوس ندی پاتې

چا په ســــــندرو کــې ستایه چا په ټپــــو د مینـــې
څومره ښایسته د کابل ښار وو ،خو اوس ندی پاتې

چې به غواړ ځڼې طــــالب جان په آذان وښـــوروۀ
د دې جومات یو لـوړ منار وو ،خو اوس ندی پاتې

رقیبه! ســـــتا به هم زوال راڅي د نورو په شـــان
دلته پخـــوا هم د چا وار وو ،خو اوس نه دی پاتې

تا چې لیدلــی وه «ځـــدراڼه»! هغه هم لا ښـــه وه
په اتفاق به مو هـــــر کار وو ،خو اوس ندی پاتې

سوېډن ـ روسېنګورډ ۲۰۰۹/۱۱/۱۱

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki