Fandom

شعرونه

خو يوه ورځ مازيگر

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

کله چې زه د چینې خوا کې ناست وم

او له شپیلۍ سره مې یو ځای ژړل

ناڅا په غږ د کوم یو آس راغی

چې د ځنګله د شنو زیتونو او څیړیو منځ نه

د چینې خواته راته

واه څومره ښکلی آس و

لکه د شنو پاڼو په منځ کې را روانه بیړۍ

او هومره سپین ولکه واوره

لکه لاس زما د ښکلي جانان

او پردې آس وه یوه پیغله سپره

زلفې یې بادوې په اوږو اخیستې

او د ټیکري څنډه یې

باد رپوله داسې

لکه بیرغ د غزا

هومره ښایسته وه پیغله

لکه د قاف له غرو راغلې د ارم ښاپیرۍ

د سترګو رنګ یې و زما د ښکلې مینې په شان

کټ مټ هغې غوندې وه

لږ څه مغروره او عاصي ښکارېده

زما د جانان سترګې له مینو ډکې

خو ددې سترګې وې له وینو ډکې

زما د یار له کتو ناز ورېده

خو دا کاته جګړه د تورو کوي

نو زه پرې پوه شوم چې زمامینه نه ده

راغله او راغله د چینې تر څنګه

هغه مغروره قهرجنه نجلۍ

هغه حسینه کبرجنه نجلۍ

په ما یې داسې غږ کړ :

ولې دې بیا یمه راغوښتې ځوانه؟!

ووایه څه وايي زه دلته یمه

خو زه دغرونو پردیس

او د ځنګلونو ملنګ

زه د چینې مینجور

او د ښکلا لیونی

د څو شیبو لپاره

ددغې پیغلې په ښایست کې ډوب شوم

زړه کې مې داسې وویل :

« آه خدایه څومره ده هغې ته ورته

ها زما ورکه مینه

هغه د تورو تورو سترګو مېرمن

اوس خدایزده چیرې به وي

ایا دا پیغله به خبره نه وي

چې زما د تورو تورو سترګو ښکلې چیرته اوسي؟

ځکه نو ما ورڅخه وپوښتل چې :

زه ددې کلي لیونی شپونکی یم

ټول ژوند مې مینه کړې

یوه سپیڅلې مینه

خو اوس د ورکو ورکه

یوه باد وړې مینه

کټ مټ دا ستا په شانې ښکلې مینه

اوس پسې ګرځم لیونی په غرونو

خو راته وایه نجلۍ

چې ته د کوم جنت راغلې ښاپیرۍ یې دلته؟

هغې زما سترګو ته نیغ وکتل

آس نه را کوزه شوه زما څنګ ته راغله

راته یې بیا بیا ښه په ځېر وکتل

لږ څه موسکۍ شوه بیا یې داسې وویل :

زه خو پردۍ نه یم شپونکیه کلیواله دې یم

ستا کلیوال راته «مغروره» وايي

ښايي چې نوم به مې وي

زه هم مینه یم او ټول عمر مې مینه کړې

کلونه وشول ستا په کلي کې زیږیږم او بیا بېرته مرمه

زه ستاد کلي د پیغلوټو دارواوو ملکه یم ځوانه

درې ځلې مړه شوم بېرته وزیږیدم

درې ځلې یې ووژلم

درې تورو ووژلم

مګر پوهېږي چې زه بیا ولې دنیا ته راځم؟

دا هر څه ستا ددې شپیلۍ له لاسه

دغه کوډګره سحر ګره شپیلۍ

چې هر پوکي سره د زرو طلسمونو دروازې ماتوي

هره نغمه یې ده د کوډو ځاله

او هر سرود یې کرامات وروي

کله چې ووژل شم

ستا د شپیلۍ په نغمو

بېرته ژوندۍ شم او دنیا ته راشم

او دادی بیا ستا د شپیلیو سرود

ځانته را وبللم

زه د خپل کلي د پیغلوټو اروا

او زه هینداره د پیغلوټو د نیمزالو هیلو

بیا ستا شپیلۍ ژوندۍ کړم

نو راته ووایه چې څه وکړم

په چا باندې ځان بیا ووژنم؟

ووایه بیا د خپلو وینو جام په چا وشیندم؟

ووایه بیا چیرته سلګۍ ووهم

او چیرته ومرمه بیا؟

د ښکلې پیغلې دې خبرو ته حیران شوم حیران

کوم وژل؟!

کومې کوډې؟!

کومې وینې؟!

آه خدایه! دا څه اورم

ووایه ښکلې پیغلې څوک دې وژني؟

دا ستا د حسن قاتل کوم ظالم دی؟

ووایه ځار دې شم کیسه دې وکړه

اې نجلۍ!

زه درنه همدومره غواړم

چې د خپل ژوند ټوله کیسه دې وکړې

د ښکلې پیغلې سترګې

لرې

او ډېرې لرې وګنډل شوې

شونډې یې ورپیدې

یو څه په سوچ کې ولاړه

او نجلۍ داسې راته وکړه کيسه :

زه ددې کلي یوه مسته پېغله

هومره مغروره ،چې به خلکو د «مغرورې» په نامه پېژندم.

یو څوک پر مامین او زه وم پر هغه مینه

نو ډېر کلونه پخوا

یو کال هغه وخت

چې لا زموږ کلي کې فصل د غنمو شین و

هغه مهال چې کلیوال ووله لات دیو سره جګړې ته تللي

هغه د ویاړ کلونه

هغه د تورو فصل

چې شازلمیان مو د غزا ډول سره

په اتڼو اتڼو جنګ ته ورتلل

زما مین هم چې د کلي یو مغرور زلمی و

توره تر ملا کړه او خپل ښکلی آس یې هم زین کړ

هغه غزا ته تللو

دمخه ښې په وخت یې داسې وویل:

«غزا ته ځم په وطن جنګ دی

یوه خوله را کړه چې مې زړه د زمري شینه»

او ما هم پورته کړ منګی اوږې ته

او خپل مین ته مې د تلو په وخت کې داسې وویل:

«جانانه جنګ ته ځان تیار کړه

سنګر ته پاس به اوبه زه درخېژومه»

زموږه ټول کلیوال جنګ ته ولاړل

او له لات دیو سره جګړه پېښه شوه

زموږ جګړنه وه د «میوند» دښته کې

څه خونړۍ جګړه وه

څه لیونۍ جګړه وه

چې د لات دیو ها مغربي دیوانو

زموږ د کلي ډېر زلمي ووژل

زموږ بیرغچي یې هم په غشي وویشت

هغه نارې کړې هلیء لویږمه

بیرغ اوچت کړﺉ

او زه د هغه خواته ورغلم اوبه مې وروړې

خو د هغه په وینو سرو منګولو

نور د بیرغ اوچتولو توان نه درلوده

د غزا لوړه جنډه ورو ورو پریوتله ورنه

هغه په خاورو لویده

ځکه خو ما منګی پرزمکه کېښود

بیرغ مې خوا پورې ټینګ ونیولو

او مخامخ مې د غازیانو پرسنګر پورته کړ

جنډې له باد سره نڅا پیل کړه

زموږه ستړي غازیان

زموږه تږي غازیان

آه خدایه! څومره یې په وینو سره وو

ما خپل مین په کې لیدلی نه شو

خدای (ج) خبر چیرې به لات دیو ته مخامخ ولاړو

ما ویل چې هر چېرې وي

خو زما ناره به اوري

ځکه مې غږ پرې وکړ :

«که په میوند کې شهید نه شوې

خداېږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

خال به د یار له وینو کېږدم

چې شینکي باغ کې سورګلاب وشرموینه»

او زما له دې غږ سره

زلمو کې وینه تا وشوه

غازیانو چیغې کړی :

الله اکبر!!

ټول له مورچو ووتل

میوند د اور تنور شو

وحشي آسونه یو پر بل وختل

سرونه والوتل لاسونه پرې شول

او ما د تورو په بریښنا کې ولید خپل ننګیالی

ها زما مین چې د لات دیو لاس یې په توره پرې کړ

خو خپله هم د مغربي دیوانو تورو وخوړ

هو! زما مین شهید شو

زه هم کوم چا په غشي وویشتمه

او ما د مرګ په وخت کې دا ولیدل

چې د لات دیو لښکر تالا ترغې شو

ټول مغربي دیوان یې ووژل زموږ شازلمو

او چې د سوبې بیرغ

شوتر آسمانه پورته

زموږ کلیوالو زه او زما مین په خپلو اوږو پورته کړلو

او دپاچا په امر

د ښاپیریو په ماڼۍ کې خښ شو

زموږ په زیارت کې ښاپیریو پاچاهي جوړه کړه

هلته زموږ زیارت و

زموږه دوه مینو

چې دواړه څنګ په څنګ د مینې په خوب پریوتلو

او د کلونو د ارمان غېږې مو هلته یو په بل تودې کړې

خو ما د خپل مین دغېږې جنت ډېرونه لید

ځکه چې ستا شپیلۍ د ناز له خوبه ویښه کړمه

ستا دې کوډګرې شپیلۍ

یو ځلې بیا ددغه کلي پر لمن راشنه کړم

دا ځلې بیا وم یوه مسته او مینه پېغله

له ښکلا ډکه او مغروره پېغله

هومره مغروره چې به خلکو د «مغرورې» په نامه پېژندم.

خو دا ځل زموږ کلی بدل و بدل

زه ورته راغلم خو د کلي رنګ بدل ښکارېده

هر څه یې سره وو

لکه وینه

لکه قهر

لکه اور د دوزخ

دا ځل زموږ پر کلي

د شمالي پیریانو سورلښکر یرغل کړی و

د قاف له غرونو هاخوا

د کنګلونو د ښار

او د سرو ییږو د ځنګلونو پیریان

ددې پیریانو د لښکر مشر «اوردیو» نومېده

هغه هم زموږ د کلي

د خپلواکۍ پر ملکې مین و

هغه هم زموږ هوسۍ له ځان سره شمال ته بوتله

د ښاپیریو سلطنت یې ړنګ کړ

اوزموږ زیارت ته یې هم اور ورته کړ

د آدم خان پر ځای یې راوست یو «بوډاچوپړګر»

دا چوپړګرو زموږ د کلي کوډګر

چې له ابلیس څخه یې کوډې زده کړې

او په جادو یې پاچاهي د ښاپیرو ورانه کړه

خدای خبر ستا ها نازولې نازو چیرې ولاړه

اوخدایزده نورې ښاپیرۍ یې څه شوې

اور دیو مو کلي ته پیریان راوستل

او لښکریانو یې په خپلو تورو

کلی د سرو وینو باران کې ډوب کړ

له یوه کاله وروسته

اور دیو زموږ کلي کې

د خپلو بوډاچوپړ په مرسته پاچاهي جوړه کړه

د شمالي پیریانو سره پاچاهي

چې به بوډاچوپړګر

زیندۍ پر غاړه

د پیریانو بنده ګي کوله

او په دې ډول یې زموږ د کلي

د پیړیو ویاړ ته اور ورته کړ

خو زموږ سپیڅلیو کلیوالو

له پیریانو سره جنګ ته ملاوې وتړلې

او د زیارت یو مستانه مینجور

هغه سپیڅلي ملنګ

ها بابه قو

ها لیوني قلندر

چې یې د سترګو په بریښنا کې ټول جهان ځایېده

زموږ د زیارت تر ړنګېدلو وروسته

رباب تر ملا کړ سر یې وتاړه په داسې جنډه

چې په کې تورې، سرې او شنې کرښې وې

د کلي څو مست مستان او قلندر زلمي یې

سره را ټول کړل د قیام لپاره

د عشق په نوم یې سره ورکړل خپل زلمي لاسونه

چې هم هوسۍ وګټي

او هم د سرو، سرو شمالي پیریانو

لښکر له کلي نه بهر وشړي

زما مین هم له ملنګ سره ولاړ

زه مې مین سره یوځای تلم د پیریانو جنګ ته

او یوه ورځ له ورځو

چې د پیریانو لښکر

زموږ د کلي د غنمو فصل وسوزاوه

په هغه ورځ ماله همزولو سره

د مستو مستو لیونو لښکر ته

له دې چینې څخه اوبه ور وړلې

کله چې اور په کرونده کې بل شو

او سره پیریان ورنه چارپیره په نڅا لګیاوو

ما او همزولو مې په چیغو چیغو

هغوی ته وکړې ښېرا

هغوی چې زموږه دا ښېرا واوریدې

څه په غوسه شول چا کټ کټ وخندل

موږ لا ښېرا کولې

چې یو ناڅاپه د بوډاچوپړګر

یوه نااهله بچي

هغه زما کلیوال

چې د پیریانو عبادت یې کاوه

خپل غشي زما پر ټټر و ورول

زه یې بیا ووژلم

مګر دا ځل د مرګ خوند هومره تریخ و

لکه د زهرو پیاله

ځکه د خپل کلیوال لاس وژلم

خپل لاس وژلم په پردیو تورو

خپلو وژلم او پردو لیدلم

خدایه! څه سخت ساعت و

خدایه! قربان دې شمه څومره تریخ و

هو زه یې ووژلم

او خپل مین څخه یې بیله کړمه

خو دا بیلتون مې هومره اوږد هم نه شو

ځکه چې ستا شپیلۍ یې مزي لنډ کړل

ستا دې کوډګرې شپیلۍ

یو ځلې بیا ددغه کلي په لمن کې شنه کړم

دا ځلې مسته نه وم

مګر غرور مې درلود

هومره مغروره وم چې خلکو د «مغرورې» په نامه پېژندم

بیا راغلم خپل کلي ته

خو دا ځل هم کلی بدل ښکارېده

کلي د سرو پیریانو تیغ لاندې لا ساه راکښله

Also on Fandom

Random Wiki