Fandom

شعرونه

خپل استاد ته!

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

او ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
ها مازيګربه مې هم
'
ې'ش په زړه وي
چې پر سبا يې زما سفر پيلېده
زه ستا دكور په لويه خونه كې ناست
او ستا دتود غږ له وږمو سره جنت ته تلمه
تاراته وويل چې :
...پام چې وطن هېر نه كړې
مګر استاده ! ته چې ولاړې
دا وطن او موږه چاته پريږدې؟

مګر داژوبله او يتيمه پښتو چا ته پريږدې؟
يوه ورځ تا را ته ويلي وو
'
،'چې :
( فخر شاگردهنرمندبه استاد رسد)
مګر استاده !
اوس حيران يم چې زموږ فخر به چاته رسي؟
موږه بې فخره شو
'
'بې سره شو

' ' بې لمره شو

بس ته چې ولاړې
اې د پښتون مذهب رهبره وايه
زموږ دپوهې پيغمبره وايه
كه ستا دتللو نيت و
ولې دې موږ ته دومره مينه راكړه
موږ خو ويده وو دابد په شپو كې
ولې دې مړو رګو كې وينه راكړه
دا ويښ زلميان به اوس په كوم لوري ځي ؟
ته خو يې مشر د دستار سړى وې
دا افغانان به اوس په كوم لوري ځي ؟
استاده ! اوس به دا نيمګړې نسخې چا ته لولم
دا- دخوشال فرهنګ - به څوك وليكي
دا د - اټك - لانجه به څوك وڅيړي
دستر پښتون نيكه به څوك پېژني
زما دتاريخ دهسك له لمرسره خو ته اشنا وې
خو
ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
نه !
زه دا منلى نه شم
لا ډېر څه پاتې دي چې ته يې وكړې
يوازې ته
يوازې ته
يوازې ...

'ددسمبر اوله '۲۰۰۴

واشنګتن دي سي


علامه رشــاد ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو!

Also on Fandom

Random Wiki