FANDOM


بدو پسې اخیستي یو او ښو پسې اخیستـــي یو

مونږ واړه ترینه تښتو او غلو پسې اخیستي یو

ځنې په دوکو اخته ځنې په تســــــــــــــپو اخته

ثواب پسې اخیستي ، دوکو پسې اخیستـــــي یو

د چې مو ځپلی له پښو ایستلي دي به تېښته یو

مونږه د ژوندون سختې شيبو پسې اخیستـي یو

مرګ ته مو لا ډیرې شېبې پاتې دي خو وژني مو

ښــــکاري بې اجله پرېښـتو پسې اخیستـــــي یو

پردی راته کوهی باسي خپل مو پکـــې ټیل وهي

خپلو پسې اخیستي یو پردو پسې اخیستـــــي یو

اخ! خدایه! زه د ځار شمه څومره د بې وسه کړو

خپل کلـــي نه ګــوره میلمانو پسې اخیستـــي یو

لمر هم مرور لاړ خپلې وړانګې ئې پېرزو نه کړې

سپینه رڼا ورځ کې تورو شــپو پسې اخیستي یو

څو تنه « ځدراڼه» ساه نیولي په د لار تیر شول

ویل ئې پښــــــتانه یو، پښـــتنو پسې اخیستي یو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki