ويکي شعرونه
Advertisement

ويــاړلی خوا ته خړ مې خيبر دی
د غيرت طور دی د جنت ور دی
ســـــردار و دلته خوړلی سر دی
بــل ځای که بر و نو دلته لر دی
د تــــورو ګـــټو ولاړ يو غر دی
پـــه تــــورو غشو پرهر پرهر دی
د زلـــمـو سيمه د ننګ ډګر دی
پـــه خپل قوت يې پوره باور دی
په کې ابادې ډېرې حجرې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
دلــــــتـــــه دريـا شته دلته ايمل شته
دښــــــنـــه! تـــــاتـــــر تيار اجل شته
خوشحال ولاړ دی لاس کې يې شل شته
د مــــېـــړنــــو د تــــورې ځـــل شته
کــه يـــوې نـه وي شاته يې بل شته
پردي به څـه کړي زلمـي يې خپل شته
دلته لنګر شته، دلته مـــورچـــل شته
آبــــاد نــغری شته په کـې اور بل دی
په سم او غولي د ننګ نارې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
د مينې رنګ يې د تورې شرنګ دی
ساز د يرغل يې د مرګ آهنګ دی
هــر غږ چې اورې د نام او ننګ دی
قـــدم قــــدم يې په وينو رنګ دی
ناز د درخـــو يې د رباب ترنګ دی
خـــپــل ته پراخه پردو ته تنګ دی
چې ترور شــوی په کې اورنګ دی
هــــم پــــرځــېدلی دلته پرنګ دی
دا تيږې ګورې په وينو سرې
دا تاترې دي، دا تاترې دي
ســـرتــه يې ولاړه د شمشاد څوکه
پـــــورتــــه يې آسمان ته ختلې نوکه
له خولې يې ووځي د غيرت کوکه
دښمنه! ټينګ شه، ځـان دې قابو کړه
د مرګ شـپېلۍ به در باندې پوه که
غــلو کـــله کـړی له دې ونډ شوکه
د نـــــر بــــاتـــور يې تېره مښوکه
پــه هـــره خــوا چې د غيرت هو که
سستې او خراړې پرتې سپېرې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
پرخــې يــې سپر دي تيږې يې تورې
پـــښــتـــنــې پــيغلې په غيرت پورې
دا يې جنت دی، دوی په کې حورې
د نـــنـــګ پـــه چـاره پوره مشهورې
مرګ د غـــلـــيم ته، بـيخي تـروری
تورې ته لاس کړي، چې شي مجبورې
مـــيــدان تــه ووځي زلـفـان ګوري
بــس لــيونۍ شي په جنګ کې چورې
ژوبلې مرګونه، ورته غزې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
دلــته پښتو شته، دلته پـښتون شــته
ليلا چې شته ده نو خــود مجنون شته
دلته غورزنګ شته دلته پاڅون شته
دلــتــه جــرګــه شـته، دلـته تړون شته
دلــته دونــر شــته، دلته قانون شته
ليک په سرو وينو رنـګ، د مضمون شته
دلته دوستي شته، هم پيوستونه شته
غــــيــــرت د نـــن هـــم د پرون شته
تپې تپې شته، درې درې ي
دا تاترې دي، دا تاترې دي

وېشنيزه:نصرالله حافظ

Advertisement