Fandom

شعرونه

دا خپل وطن گلزار کړو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دنيا ځان ته حاصل کړه
بمونه د اتوم
راځئ چې مونږ حصار د اتفاق ځان ته پيدا کړو
دا خپل وطن گلزار کړو
له دې بې اتفاقۍنه
محروم شو ترقۍ نه
په سل زور او زحمت چېرته ټوپک ځان ته پيدا کړو
کارتوس ته يې سودا کړو
بيا گرځو درپه در
شپه او ورځ پسې ابتر
په قرض او يا په سود وي چې کارتوس گوتو له راشي
پخپلو کې فتنه شي
د ښمن ته فکر نه وي دستي ولو پرې خپل ورور
مصرف يې کړو په کور
فقط لکه ققس
چې جمع کاندي خس
خپل ځان پکې سېزو مونږ تر څو داسې روزگار کړو
دا خپل وطن گلزار کړو
نور بس کړئ له نفاق نه
کار واخلئ اتفاق نه
دا واړه پښتانه سره مونږ يو و جود يادبږو
تر څو به نه پوهيږو
شرقي دی که غربي دی
شمالي او جنوبي
دا ټول مونږ سره يو يو لکه يو تن کې څانگونه
څلور وي اندامونه
يو غاښ مو رنځور شي
زخمي په وينو سور شي
په درد باندې ديو غاښ زمونږ ټول وجود عذاب وي
اخته په پېچ و تاب وي
ديو تن په وحشت
په عذاب وي ټول ملت
خالق دې وکړي دا چې دوحدت لاره اختيار کړو
دا خپل وطن گلزار کړو
تېر شوي واړه تېر کړئ
له زړونو ځنې هېر کړئ
دزړونو لارې يو کړئ
يو دبل په حال نظر کړئ
لاسونه سره ورکړئ
نظر کړئ هرې خوا ته
لږ وگورئ دنيا ته
دعلم او دکمال په وزر وختل اسمان ته
لږ فکر وکړئ ځان ته
تر څو به مو دحال وي
رواج به زمونږ سوال وي
دا لاس او پښې به څه کړو چې ترې کار اخستی نه شو
اخير به وايه څه شو
راځئ دزړه په مينه
موقع مو لاس نه ځينه
ملا وتړئ په ټينگه چې شروع په کسب و کار کړو
دا خپل وطن گلزار کړو
نفاق يو لوی مرض دی
دتورې گولۍ ډز دی
که هر څومره لوی قوم وي عاقبت به تباه کېږي
هر څوک په دې پوهېږي
دخدای لپاره ورونو
دسمې او دغرونو
توبه کړئ له نفاق نه اتفاق نه واخلئ کار
نفاق دی سور انگار
ځانونه ترې په څنگ کړئ
دمينې ځان پتنگ کړئ
دبغض او حسد نه ووېرېږئ په امان شئ
په سمه لار روان شئ
درد مند زه ملنگ جان يم
له درد نه په سوران يم
بايد چې له خپل بې کمال ژوند نه ځان وزگار کړو
دا خپل وطن گلزار کړو

Also on Fandom

Random Wiki