FANDOM


دا زمونږ زيبا وطن

دا زمونږ ليلا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا پښتونستان دی

دا د مينې کور زمونږ

دا د پلرو گور زمونږ

نه ورکوؤ چا لره

دا د سترگو تور زمونږ

نه دی د بل چا وطن

دا دی د شيرشاه وطن

کور د خوشحال خان دی

دا پښتونستان دی

دا وطن دی ځان زمونږ

دا وطن ايمان زمونږ

وايي په خاپوړو کې

داسې ماشومان زمونږ

دا مو د بابا وطن

دا مو د دادا وطن

په موږ باندې ډير گران دی

دا پښتونستان دی

ځار يې له سيندونو شم

ځار يې له ډاگونو شم

ځار يې له خوړونو شم

ځار يې له دی غرونو شم

دا زمونږ اشنا وطن

درد له مو شفاء وطن

زړگی مې پرې روښان دی

دا پښتونستان دی

دا وطن زيارت زمونږ

دا وطن نعمت زمونږ

دا وطن په دې دنيا

دی لکه جنت زمونږ

دا وطن صفا وطن

زړه د ايشيا وطن

ژوندون د ملنگ جان دی

دا پښتونستان دی