FANDOM


دا عجيبه ننداره ده

نوم يې مينه افسانه ده

هر تېرشوی ورته ياد دی

لکه سيند څپه څپه ده

په يو مخه لا روان دی

پکې ګرځه فلسفه ده

سرګردان به پکې ګرځې

لږ خندا پکې پلمه ده

په ژړا نه پوره کېږي

خو سوزونو کې نغمه ده

جوړؤنکي سوزوؤنکي

هم په دا هم په دغه ده

د خندا ژړا يو سُر دی

هم يې وسوزي ايره ده

کله يې مست او لا پروا کړي

کله يې ړوند کړي پروانه ده

ليونيان يې ننداره کړي

څه عجيبه زمانه ده

تل تقدير باندې الزام کړي

د سارا دغه بانه ده

٢٩/١٢/٩٥

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki