ويکي شعرونه
Advertisement

دکېږدۍ په پېڅول غوټه

گلابي څادر رپیږي

ناوې لرې لارې څاري

په کنډو دوړې ښکاریږي

زرکه کټ کټ په خنداشوه

سلایي يې کړه لمده په نرۍ ژبه

گل غوټۍ ته یې دسترگو لکۍ وکړې

غوړگې بیا ورته نرۍ کوڅۍ کړې سمې

لږ په تریو تندي یې وویل:

شال يې ښه نه دی راوړی

ورانوي دکمڅو ولونه.

دماشوم څونډي څپ څپ شو

غلی ناوې ته ورکوږ شو

بوډۍ نیا ورته غوسه شوه

لرې ورک شه ! څونډه کیه

څه پسیږې لکه ښځه

ځه دادا ته دې نارې کړه

اوس به راشي ورا له کوزه

کورت لا نه دي سروویل شوي.

گل غوټۍ شوه غلې موسکه

ووړ زړگی یې په درزا شو

تر دړۍ لاندې نرۍ خوله شوه ماته

خدایه پزل ! خدایه رحم !

چې دادا راخبر نه شي

چې لالاپه لار کې نه وي!

زرکې سترگه ووهله

له کیږدۍ نه ووتله

گل غوټۍ دناوې دود کمیس اغوندي

د کېږدۍ په پېڅول غوټه

گلابي څادر رپېږي

د بوډۍ نارې سورې شوې:

هلئ! خاورې مې په سر شوې

ناوې نشته په کېږدۍ کې

گل غوټۍ وړه مرغۍ شوه

په اسمان کې يې درگورئ

يا اوبو کې ښاپېرۍ شوه

له څپو سره پناه شوه

هلته بر د کنډو شا ته

باتور برېت په گوتو تاو کړل

ښکلې ناوې نه يې خوله په مينه غلا کړه

گل غوټۍ لا رپېدله

له جانانه يې غېږ تاو کړه

آس په پونده دوړې باد کړې

د سيند غاړې ته ورکوز شو

د خم ونو کې پنا شو

باتور غلي غلي وويل

شپه به تېره کړو ځنگله کې

سبا اوړو له تور غره نه

ورا روانه ده په لاره

زوم په آس باندې خوب وړی

په نکريزو يې سره ږيره

باد ته اوړي لکه سپانده

د آس زين لاندې يې پټه

صدفي ښايسته لکړه

د کېږدۍ په پيڅول غوټه

گلابي څادر رپېږي

په دادا زلزله گډه

د ولور ميږې ميراتې

اوښ اينډه پروت په يو اړخ دی

تغاره د کوروتو سپينه

د تودو جواريو شکور ته

کاکلۍ چرگه نښتې

خړه خړه ورته ولاړه

تورو غرو کې نرۍ لاره

د آس پوندې پولادي دي

ناوې سره لاسونه ايښي

د زلمي ميين په غاړه

گلسرک په کمره ناسته

د سونگوري په بوی مسته

چغ چغا کې داسې وايي:

په للميو باران اوري

دا مې غر دا مې شودياره

د کوچانو ناوې ولاړه

۱۶ د وري ۱۳۸۹ کال

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement