FANDOM


چې له ځان سره یم،

ښه یم،

سم زمری یم،

وږی شی یم،

ویم چې ټولې،

ښکلې زما وای،

ویم چې ټولې مې خوړلای.

خو چې ښکلو ته نیژدې شم،

ګبڼۍ مې وجود نیسی،

ټول وجود مې ،

سره ریږدي،

ټول خوله،خوله، خوله شم،

داسې سوړ ،

لکه ایره شم،

نه خو پاس ورته کتی شم،

او نه سترګې جنګوی شم،

دا خپل ځان ،

رانه ورکیږي،

خپل وجود ،

رانه هیریږي،

چې دا څه راباندې کیږي؟

چې دا څه راباندې کیږي؟

۱۶مارچ۲۰۱۲

سیډني

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki