ويکي شعرونه
Advertisement

دا څوک دی؟

چې د ګلو سیل ته لړ شمه چمن ته

تنها ودرېږم د ګلو انجمن ته

تنهایي لکه بل را محسوسېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې ګلونه ښایسته پرخې ته خندا کا

د نسیم وږمې یې غېږه کې تا تا کا

زما زړه ورته د ځان سره پسخېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې د باغ په شنه وله کې سپین لهرونه

خوري د سرو ګلو په عکس چورلکونه

په خیالتو کې توپان راپیدا کېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې سپوږمۍ مې په سر منځ اسمان ته راشي

ما ته ګوري په خندا شي په خندا شي

یو ښایست زما په زړه راوورېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟ وېشنيزه:شعرونه د وېشنيزه:اجمل خټک

Advertisement