ويکي شعرونه
Register
Advertisement

دا چې بې له مینې مو کار نشته

بل موږ ته تر دې غټ افتخار نشته

بل یو ته یې چې بیا بیا مې په خوله راځې

نور په دې مضمون کې تکرار نشته

بل هی غمونو، بیا مې په زړه ډله یاست

ورک شﺉ ستاسې ځای د بانډار نشته بل؟!

کوم یادوې، هاغه نمکي ښیې؟

دلته خو د زړونو تجار نشته

بل بس چې یار در ګوري ورته مه ګوره

غوره تر دې چل د اظهار نشته

بل هاغه یو قرار دی، چې قرار نه دی

نه یاره په موږ کې قرار نشته بل وېشنيزه:شعرونه د وېشنيزه:مجيد الله قرار

Advertisement