Fandom

شعرونه

دا چې مړاوې مړاوې ګوري

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دا چې مړاوې مړاوې ګوري

ګوره ټولې خواوې ګوري


لېوني په پټو سترګو

په تیاره، رڼاوې ګوري


شاعران دې لېموکې

د غزل نڅاوي ګوري

ګنهاهګار یې په نظر کې

لکه ګل ګناوي ګوري

زه چې خپله غزل لولم

لکه زوم چې ناوې ګوري

خلک دین ګڼي همالته

چې اوږدې قباوې ګوري


چې قرار کړي سترګې پټې

د غزل ارواوې ګوري

Also on Fandom

Random Wiki