Fandom

شعرونه

دبلا لاس

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سره سيلۍ ده سور ناتار دی
او د سرو وينو سېلاب دی
د ککرو بازار تود دی
بيا راغلی انقلاب دی
څه مي کړي زما سوال دی؟
او مرمۍ د ده ځواب دی
دا چې سوی په لمبو دی
دا زما د دين کتاب دی

زما تن په وينو سور دی
پسي کلک لاس د بلا دی
دغې غرو ته پسې ځمه
دم يي زده د يو ملا دی
پر وطن مې صليبيانو
يرغل کړی برالا دی
سر لښکر ددوی شېطان دی
او لارښود زما الله دی

تا راوستي الوتکې
او په شاه يي توغندي دي
خو زما د پاکې خاورې
شازلمي له تا ګړندي دي
تاووه له ځانه زغرې
فدايان زما ژوندي دي
ازادي مو خپله کړې
که مات شوي مو تندي دي

Also on Fandom

Random Wiki