ويکي شعرونه
Advertisement

لاړشه دجـــانان غرور ته ووایه
زه هم پښتنه یم خوله به در نکړم
ته چې په وعده خپــله وفا نکړی
زه به په خبرو ستــــــا باورنکړم
ته که په شــملې خپلی نازیږی ډیر
زه به یــــــې د پړونی برابر نکړم
کښینی تر بیـګا مې که دکور تر شا
زه به در ته بــیرته دزړه ور نکړم
اوس دې چې زما لمـــــــنه پرېښوده
زه به ستــا په لوری هیڅ ګذر نکړم
نور به د هـــــــــــارون خبره ومنم
بیا به بی وفا ته زړګی ور نـــــکړم
جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو وېشنيزه:حفيظ مليار وېشنيزه:شعرونه ل

Advertisement