ويکي شعرونه
Advertisement

مه ژړيږه مورې دې پرهار د زولنو ته مې

ډېردي حيران پاتې دې پرهار دزولنوتهمې

بندپه بندتړې يم خو بيا هم رانه وېره كړي

نه لري دوى بيا هم اعتبار دزولنوته مې

نن كه دې زما لاس او پښې ترې ډكې كړي دي

خېر دى اخېر رابه شي ستا وار دې زولنوته مې

اى دوخت حاكمه ښۀ زما لاسونه وګوره

ته هم اشنااوسه انتظار دزولنوته مې

دا يوه ،يوه كړۍ به ستا ګرېوان ته لاس غځۍ

ښكاره دى د دردونوزماشماردزولنوته مې

اى ظالم جلاده لږ دځان دردونه وڅېړه

اچوه قلفونه بيا قلار دې زولنو ته مې

نورڅه نه خپل خداى خپلې سنګرې ورته ستايمه

ټوله شپه رڼه كړم تر سهار دې زولنو ته مې

زه نظير خو دا زولنې هار د پښتنو ګڼم

وېشنيزه:نظیرالحق قریشي

Advertisement