Fandom

شعرونه

درنه غواړم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

جانانه مخه ښه پدې کوڅو کې درنه غواړم
راټول د اوښکو څاڅکي په لېمو کې درنه غواړم

مطربه د رباب غېږه کې اور دمينې بل کړه
ټپي ټپي سندرې په نغمو کې درنه غواړم

خېبره د زخمي کابل له خوا اټک ته وايه
د سپينو تورو شرنګ په پښتنو کې درنه غواړم

ښکاري دخداى لپاره د کوترو ازار مه اخله
د تورې بلا سترګې په نېزو کې درنه غواړم

چې تنده مې کړي ماته د يار شونډې شي رايادې
يو ګوټ دسرو شرابو په کاسو کې درنه غواړم

کونړ ٧ – ٧ - ١٣٧٨

Also on Fandom

Random Wiki