Fandom

شعرونه

دزړګي ورانوې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې ائينه مې دزړګي ورانوې
پوه شه كعبه مې د زړګي ورانوې
بيابه شراب د مينې څوك دركوي
چې مئ خانه مې دزړګي ورانوې
بلبله چپ شه د سندرو چم كې
ته ترانه مې د زړګي ورانوې
د مستو سترګو زلزلوباندې دې
ولې كوټه مې دزړګي ورانوې
دا اسوېلي دې رانه منعې كه لږ
چې پرې لمبه مې دزړګي ورانوې
بېلتونه ولې دومره ظلم كوې
چې افسانه مې د زړګي ورانوې
(( ۱ )) څاروانه بيا په څه خبره باندې
ته مناره مې دزړګي ورانوې

نظيره ولې د نظر په غشو
ته نښانه مې د زړګي ورانوې

(( ۱ )) پورتنى بيت څاروا ن ليكلى دى

Also on Fandom

Random Wiki