Fandom

شعرونه

دعــا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زما دعا درته هماغه ده چې کړې مې وه

چې چیرې ځې ،

زما دعا به درسره وي یاره

اولوی الله به درسره وي یاره

زما اروا به تر تا مخکې درومي!

لمر او رڼا به تر تا مخکې درومي

زموږه خلکو ،

نوی فال نیولی

هغو په ښو،

سږنی کال نیولی

خلکو اسره،

د تا په شال کړېده

دعا یې خدای ته،

د ښه کال کړېده

ته خو ځواني لرې ،

ښکلا دې شته ده!

او له سپرلو ښکلې خندا دې شته ده

که دې وطن کې زموږ شپه راغلله

یا دې پر لار ،هلته دمه راغلله

ته خو غني یې خندا ډیره لرې

ته خو له حد نه ښکلا تیره لرې

پر وچه ځمکه ،

د ښکلا جاګیر خو تا سره دی

د ماتو زړونو،

آبادۍ اکسیر خو تا سره دی

زما وطن ،

د وچکالیو دوزخو کې سوی

زما ملت ،

په سرو اورونو او لمبو کې سوی

هلته وطن کې

زما او ستا پر خاوره

د خندا ګانو هنګامه جوړه کړه

او،

د ښایست د پسرلیو کارنامه جوړه کړ

د خپلو سرو شونډو خندا وکره

هلته ښایست ،

هلته ښکلا وکره

ته د سپرلو الهه

تا سره ډیر دی ښایست

زما دعا درته هماغه ده چې کړې مې وه

چې چیرې ځې ،

په مخ دې ښه،

تر مخ دې سره ګلونه

زه به مې سترګې،

د باران د رڼو څاڅکو په شان

د تا پر لاره په پرتو

او پستو شووخاورو وشیندمه

څو چې راځې ،

زه به دې لاره څارم

Also on Fandom

Random Wiki