FANDOM


پـيـلامه مي ستـا په نـوم ده، انتهـا مــې پــه نصيب کــړه
ستـا د مـينـی لاروى يـم، خـپل مـنـزل تـه مـې قـريـب کـړه
پـه تـعـجـب را تـه حيران، چـې عـاشــقـان د زمــانـې شــي
پـه ټـولي د عـاشـقانــو کــې مــې، نـور هـم لا عجـيب کړه
د دردونـو تـاب مــی نشـته، چـی ناروغ می ټول بدن دی
ټـــولنـيز بـدن مـی جـوړ کــړه، خپل کلام را ته طبيـب کړه
زه د نـفس هوا، هــــوا کـړم، د منـزل څـرک را نه ورک دی
ګډوډۍ نه می نور بچ کړه، د ژوند چـارې می ترتيب کړه
حقـيقي علـم چی زده کـړم، شــيـطـانـي ځنـې مــې ســاتــه
بنی آدم ژوند ئی دوزخ کـړ، د ابـليس ځـاله تـخريـب کړه
څـــــه نـــادودې چـــې روانـې، پـــه مــلـت د ابــراهــيـم دي
حـق تـه ئـی مـخه کړه محـبوبـه، پيروان ئي د حـبـيب کړه
کـــه خـنـدا کـه خـوشـحـالـي ده، شـوه نـصيب د رقـيـبانو
زه ستا مينه کی خوشحال يم، لار مې چپه له رقيب کړه
زه (محسن ) در ته زاري کـړم، ارمانونه مې پوره کړه
در مې بل د حــــاجت نيشته، اميدونه مې تصويب کړه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki