ويکي شعرونه
Advertisement

خدایــه پښتنـو لـره، ورکړې ښـه نظــام

دغــه ده دعا زما، کړم یې صبح و شـام

ژوند مو بې نظامه دی، روح مو ناارامه دی

ای خـاونــده کلــه بــــه، وي دغـــه ارام

یو قام او نژاد یو، نـه خوږیږو یـو په بـل

وگوره دا حـال زمونږ، بـد مو شه انجـام

یا حق د پښتون نشته، یا نشته پښتون چرې

دی په ازادۍ کې اوس، څلـه دی غــلام

شمعې له پتنگ شولو گل باندی بلبل

مین زه پـه خپـل مريـض لـغړ وږي تږي قـــام

هغه ویښ زلمو لره، څوک چې په دې راز وي پوه

زه خـــادم پــه ډیــر نیــاز وایـمـــه ســلام

مولانا قیام الدین خادم ١٣٣٧

وېشنيزه:قيام الدين خادم وېشنيزه:شعرونه د وېشنيزه:بلکا

Advertisement