ويکي شعرونه
Advertisement

باد له کړکۍ سره

راوڅرخید ،

اتڼ یې وکړ

اوډیوه ورپیده

لوگی

کړۍ کړۍ په ملا راتاو شو

یو سیوری وښورید

غمجن سر يې راپورته نکړ

سیوري کوم څه ورک کړي

نن شپه سپوږمۍ

دسپینو وریځو په پاسته پالنگ کې خوب وړې ده

او دغره خواته

یوه ښکلې ده لا ویښه ناسته

دیوه ورک سیوري لپاره ژاړي

یوه رڼه اوښکه راڅاڅي

د یوه ورک سیوري پر هغه تصویر

چې لا هم خاندي غوندې

باد او باران

دواړو ته گوري

او ددوی پر بې وزلۍ ژاړي

سپوږمۍ ددواړو نامراده مینه خوب کې ویني

خو...

دغه په خوب تللي بې غمه خلک

دداسې شپې له دومره ډیرو غمو

څه خبر دي؟

۱۳۹۰/دمني دولسمه

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement