FANDOM


بنګ لونګ شي د ملنګ په خوله دم کیږي
دګل څانګه مې غزل ته قلم کیږي
وایم تږې ده هغه د ګلو لښته
ډګ زړګی مې بس منګی د شبنم کیږي
یاغي سر رانه د ښکلیو پښو ته یوسي
په هر چامې چې ګومان دصنم کیږی
ستا د یاد،د لمانځه نیت مې دی تړلۍ
اذانونه ستا د کلي دچم کیږي
دکاکا صیب لمنه دشپي نیسم
صبا ګورم چې یې څومره کرم کیږي؟

پیر محمد کاروان