FANDOM


 ماته یو داسی دنیا وښیي چه
زه پکی لږ په سکون ساه واخلم
زه می خپل کور پکی له سره جوړکړم
داورک بچی می غیږکی بیا واخلم

زه خو پیداهم په جنګونوکی شوم
زمادژوند هره لمحه جنګ دی
چیرته چې زما افغان ولس وسیږی
په هغی لار هغه کوڅو کی جنګ دی

زه چې داخپل غمجن بچی ووینم
په ما سوګرځی غور ځیګمه زه
له ډیره درده په زور چغی کړمه
بیا ټوله شپه خوب کی ویریږمه زه

زه خو یو شان اودبد به لرمه
زما په غیږ کی اتلان پراته دی
خودابچې می څه بلا ووهل
چه نن می تن کی دښمنان پراته دی

څوک می سیندونه څوک می غر پټوی
څوک می دنوم اودنشان دښمن دی
څوک می ددین اوکلتور جرړی باسی
څوک دپښتو څوک دقرآن دښمن دی

راڅی چه نن درته یو راز ووایم
په دی خبره مولږ سر خلاص کړم
چی مونږ کافر یو اوکه دوی کافردی
نن به دی خبری ورخلاص کړم

زمونږ موټر د سړک ښئ خواته څی
دوی په چپ لاس لکه شیطان ګرځی
مونږ پنځه وخته خدای ته سر ټیټوو
دوی تل ناولی بیلمازان ګرځی

زمونږ وطن کی سود حرام دی
ددوی کل عامه کاروبار په سوددی
ملائي هم تنخواله بینک نه اخلی
ددوی محراب ددوی مینارپه سوددی

مونږ دجمعی دورځی کارته نه څو
ټول څو جومات ته عبادت لپاره
دوی بیا دیکشنبی رخصت ورکوی
ټول څی میدان ته دکرکټ لپاره

زمونږ نومونه عربی دی تمام
معلم طبیب ريس وزیر وګوری
دوی څوک دټراوڅوک دډرنه جږړدی
ټیجر لیډر اومنسټر وګوری

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki