FANDOM


هغه مې خوښ دى هغه ډېر بلا پسې دى اشنا
ها لكه سيوري غوندې هرځاى راپسې دى اشنا

هغه دښكلو لمن نيسي ورځي ښكلو پسې
ښكارېږي هغه لېونى هم چاپسې دى اشنا

وايه چې هغه دې څه خپل يا ګاونډى خو نه دى
هغه سړى چې زه يم مخكې ماپسې دى اشنا

دلته مې يو هم دخپل ځان ملګرى ونه ليده
دلته چې هر يو ګورم هر يو تا پسې دى اشنا

جانانه زړه در نه لوګى او كه ماڼو لوګى كړم
يوبد نظردى ګرانه ستا ښكلا پسې دى اشنا

نظيره واخلهبل څراغ درنه خاموشه نه كړي
څوك لكه باد غوندې همدې رڼا پسې دى اشنا
۳۰ – ۵ - ۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki