FANDOM


پتنگ د بلې شمعې ياردی
بلبل دگلو خريدار دی
د ليلی دوه سترگې مجنون پيژني
د آزادی قيمت پښتون پيژني
پتنگ خو مينه په گلزار نه لري
بلبل د شمعې سره کار نه لري
پښتانه ټيټ چاته کتلی نشي
د چااثرلاندې کيدلی نشي
پښتانه ټينگ عزم او همت لري
 پخپل ناموس باندې غيرت لري
لکه زمري په ځای د ننگ دريږي
په ځای د ننگ په وينورنگ دريږي
پښتانه بيرته په شاتلل نه کوي
که سريې غوڅ شي دروغ وييل نه کوي
نه دې چازرنه يې پيسو ته گوري
زوۍ د پښتون دپلار پښتو ته گوري
پښتون د بدو نه بيزاردۍ
پتنگ د بلې شمعې يار دی
پيسه په ښه سترگه قارون پېژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پېژني
پښتانه لوړدي لوړکارونه کوي
تل پيروي دوی دې نيکونو کوي
نه په پيسو چاته اورميږنرموي
نه دې خپل گورمړي په گورشرموي
نه سپک حالت نه بيباکي خوښوي
تل ازادي او خپلواکي خوښوي
دچادلاس لاندې ژوندون نه کوي
داسې ژوندون زوۍدې پښتون نه کوي
له خپله حقه تيريدلۍ نشي
دغلامۍ نوم قبلولی نشي
اوس پوهيدلی دۍ پوهيږي پښتون
د چا په مکرنه غوليږي پښتون
پښتون دې توري طرفداردی
پتنگ دې بلې شمعې يار دی
نه د بل چارسم وقانون پيژني
دازادۍ قيمت پښتون پېژني
دې پښتون خټه دې غيرت ځنې ده
ډکه له ننگ اوشجاعت ځنې ده
پښتانه چاته خپل بدل نه پريږدي
ځان دې دنيا مخکې خجل نه پريږدي
دې زهرو گوټ څوک هضمولی نشي
حق دې پښتون څوک ستنولی نشي
په خپل وطن پښتانه سر ورکوي
دې صورت غوښې په سنگر ورکوي
دې جنگ په لوبه ازموده دۍ پښتون
نه کوي څنگ باتجربه دۍ پښتون
زموږ پلرونه دا اساس پاتې دی
توره او سپر موږته په لاس پاتې دی
هريوپښتون دې بل نه جاردي
پتنگ دې بلې شمعې ياردۍ
يو اتفاق اويوتړون پيژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پيژني
الهي ته شې نگهبان دې پښتون
نکړې زوال نوم اونښان دې پښتون
همه دې علم خاوندان کړې ربه
په خپل کرم يې عالمان کړې ربه
گوندې نفاق نه په امان کړې پښتون
دې اتفاق په لورروان کړې پښتون
څوک چې پښتون په بده سترگه گوري
دې بدۍ مخ دې شي دې ده په لورې
زه ملنگ جان يم پروا نه دې وطن
سرمې دی ايښۍ نذرانه دې وطن
خدايه لوگی مې کړې په لاردې وطن
چې عاشقانو کې شم شمار دې وطن
ډک مې له درده داگفتاردی
پتنگ دې بلې شمعې يار دی
دې مريض نبض افلاطون پيژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پيژني

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki