ويکي شعرونه
Advertisement

دازادی ليلاسنګارپه سروګلونواشنا
دسولی سورشال ورپه سردملغلرواشنا
بيامړاوی مړاوی غوتی ګل دازادی په نارو
دهندوکش په سرکی شوردغزلونواشنا
بيا سپين وری دی په کتارشپيلی خوژه کړلالی
کوچی دبام په سرنڅادسرولعلونواشنا
دشنه چنار سائی ته مستی دبلبلونغمی
ټپه ټپه کړ ليونی په اتڼو نو اشنا
نرګس غاټول سره سيالی مسته پزابه نغمو
توتی نرزرک وپه ګډا دادنګوغرونواشنا
اسمان هم مست په ترانو ستوری اميل دجانان
سپوژمئ هم کټ کټ په خندا په مجلسونواشنا
الکوزی حق پق حريان وسندريزلالی ته
دګل په پا ڼو وپو شلی دمر مرو اشنا

وېشنيزه:منان الکوزی

Advertisement