ويکي شعرونه
Advertisement

دعشق لمونځو نه رانه ډیر ضقادي
هغه په وینو سره لمن یې راوړئ

چې پرې ضقا لمونځو نه بیا اداکړو
هغه په وینو سورکفن یې راوړئ

چې پرې یاغي یاغي تندي کیږدو
چې دسجدو په ایینو کې له یزدان سره خبرې وکړو

چې د شهیدې ناهیدې له خوږ جانان سره خبرې وکړو
خدایه تاولیده افغانه د کابل ناهیده؟

هادسپیڅلي بغاوت ملکه
دزړه په وینو کې خیشته

لکه سورګل ناهیده
چی دابلیس په سپیرو سترګو کې یې ګل وکاره

چې دتیاره کابل په غیږه کې بې
دبلو بلو ډیوو ځل وکاره

چې دابلیس دهو سونو لاس یې
د سپیڅلتیا په سپینو تورو غوڅ کړ

چې دغرور په مقدس تندې یې
دتورو،تورو کاڼو زړونه مات کړل

دپاکیزه پیغلتوب څومره احترام یې وکړ
دزړه له ډک جام نه یې غړپ وکړ

موسکۍ موسکۍ شوه لکه روح دسقراط
پرپاکو پیغلتوب یې ځان وویشه په شانې دسقاط

تشه پنجره یې دژوندون له شپږ پوړ یزه بامه
لاندې ګوزار کړه دفرعون داژدها پرژامه

سپینه کوتره شوه پروازیې وکړ
اووم آسمان ته لاړه

خدایه ته ووایه اوس چیرته ګرځي؟
دخدای پرشونډو یزداني موسکا خوره وره شوه

وې ناهیده دآسمان ناوې شوه فردوس کې ګرځي
د نور په ګوتو د سپوږمۍ سپینه چمبه غږوي

دشهادت په سره لمن کې دآسمان له ستورور
دکابل جان لپاره نور ټولوي

او د فرعون په سترګو بریښ وروي
دورک موسی لپاره طور ټولوي

وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement