ويکي شعرونه
Advertisement

تر ننه بريالى پدې ارمان نه شو دا زړه
جانان مې د زړه نه شو دجانان نه شو دا زړه

دا څنګه د مينې دين دى ټول لوظونه دي سجدې دي
يو ښکلي شان مذهب پسې روان نه شو دا زړه

يار خپلو کلمو ذکر اذکار باندېداسحاق ننګيال په ليکه ميئن دى
که هرڅومره مې سپين که مسلمان نه شو دا زړه

دا بخت مې د ښکلا پدې لوى چم کې ځانله ګرځي
کوم ښکلي ته غمى دسلېمان نه شو دا زړه

١٣ -٢ – ١٣٨١

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement