Fandom

شعرونه

د انسانيت لار

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چا ته ضرر د لاس دې مه رسوه
چا ته په خولې باندې ښکنځل مه کوه
چا ته د حسن په نظر وګوره
چا ته ښېرا چا ته بلا مه وايه
چا پسې هېڅ وختې تهمت مه کوه
چا نه فرياد چا نه نفرت مه کوه
کوهي د هېچا په لار مه کينه
د هېڅ غماز څېره او مخ مه وينه
ټول ژوند د مينې محبت نه جار که
مه د چا زړه خوره مه بد ګفتار که
لږ دې د خپل ګرېوان کې سر ننه که
له دې تيارو نه دې دا لار سپينه که
چې پرونی درد دې هم نن دوا شي
رنځوره تن دې خلاص نور له ګناه شي
خوشحالي درشي د سلام دپاره
د ډېر حرمت او احترام لپاره
فرشتې تا باندې رحمت ووايي
خپل پردي ټول دې په عزت وستايي
مينه صفا، لمر خپل ځلا درکړينه
ستوري سترګک، سپوږمۍ رڼا درکړينه
ګلان ښکلا بورا خندا درکړينه
هر يو خپل تن او زړګی بيا درکړينه
دې له خو ژوند او هم ژوندون وايمه
«ميرويسه» تا له آفرين وايمه
هره خبر دې د انسان خبر ده
د باعزت ژوند د مقام خبر ده

۰۲/۰۶/۲۰۱۰

وېسپ هالنډ

Also on Fandom

Random Wiki