بائېد وي په مسلمان کې د ايثار خوي
په دې کار کې پکار نه دى د انکار خوي
د کربوړي دا ډارن خوي به دې خوار کا
ځوانه ځان کې کړه پېدا د قبچه مار خوي
د پروتې دا پرېوتى عادت پرېږده
که عزت غواړې نو خپل کړه د چينار خوي
دا د آم او د کېلې خصلت ښه نه دى
شا زلميو سره خوند کا د انار خوي
لکه لومه د چا ښپو ته مه غورځېږه
د ليندې په شانته زده کړه د ګذار خوي
زمري رنګه غيرتي غرئيز خوي کړه
د ګيدړ په څېرې مه کوه د ښار خوي
مچ ته ذهر شي مچېو ته ګبين شي
شته په ګران افغانستان کې د کوکنار خوي
رنګين شال به د وطن په ناوې خور کړم
زه لرمه داسې مست بهار بهار خوي
د جنت له خونده ډک دى مجاهده
ستا له ډېرې بې خوبۍ خمار خمار خوي
د سنګر طالب په زړه باندې بيمار کړم
ستومانۍ کې يې کاوه بيمار بيمار خوي
ته چې ګنج د ښاېستونو يې جانانه
په ( مفتون ) کې به ضرور وي د خامار خوي
١٣٨٢ تقريباً
وېشنيزه:اکرام الدين مفتون