Fandom

شعرونه

د بوسې پور بېرته بوسه ده ګرانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د بوسې پور بیرته بوسه ده ګرانه

دا خو روانه سلسله ده ګرانه

په تا د مینې احسان نه باروو

زموږه خپله وظیفه ده ګرانه

تا یوه ټیکۍ خندا راکړې وه اې

هغه تر اوس راسره ده ګرانه

دا چې نن ته هم را ته وموسېدې

دا نو یوه نوې مرحله ده ګرانه

زما یوه شوخه لېونۍ تلوسه

ستا په مړوند باندې ویده ده ګرانه

دا چې مې مخ ته دړې وړې پرته

دا مې د تېرې شپې توبه ده ګرانه

د ماتو زړونو نمونې ډېرې دي

دا زمونږ یې هم یوه نمونه ده ګرانه

اوس به مو خوله وي تښتولې له تا

زموږ همدومره حوصله ده ګرانه

ستا د خندا پاڼه زما د اوښکو

په شبنمي څاڅکو تازه ده ګرانه

زما په اوښکو دې د حسن د بڼ

د هر ګلاب ځمکه لمده ده ګرانه

قدم د چا په تربت کښېنږدې پام

د ارمانونو هدیره ده ګرانه

تا به په خپله ورته وېلي وي څه

کنه قرار خو دومره نه ده ګرانه

Also on Fandom

Random Wiki