Fandom

شعرونه

د جګړې سوغات

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دا مې په عراق کې د امریکايي پوځیانو وتلو ته لیکلی دی

له ویلو د سندرو نه لوېدلی
د اتڼ له بازیګرو نه لویدلی
په دې لویه خوشحالۍ خوشحاله نه دی
چې وطن د جنګ له ښکرو نه لوېدلی

اوس ټول ويني د خوښۍ سندرې وايي
د وطن پیاوړي خلک په کې ستايي
د خپل نوم په اورېدو هم نه خوزیږي
دا زړه داسې له کمرو دی را لوېدلی

د غرور اسمان یې ټول زرې زرې شو
د سرور جهان یې خاورې شو ایرې شو
اوس په تورو خاورو ځان کاږي څښیږي
اوس دې روغو له لښکرو نه لوېدلی

اوس که ټوله دنیا ورکې نه رغیږي
الهي ورکړه بیا کله ورسیږي
په وجود پورې یې لاس او پښې نشته
نور له خولې د ستمګرو نه لوېدلی

خیرات خور د لویې لارې سر کې ناست دی
د سنکني؟ سخت زړي ورو په در کې ناست دی
ګوندې وي چې د چا زړه پرې وسوزیږي
په ژړا دی له خبرو نه لوېدلی

لوږې، تندې د مرګ خولې ته نږدې کړی
وایي خاوره د خوراک لپاره نه ده
او که وي هم چې مې لاس راپورې نه وي
وایه څرنګه یې وخورم چاره څه ده

Also on Fandom

Random Wiki