Fandom

شعرونه

د خدای ستاينه

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ته له پاسه په اسمان کې دې مکان دی
ستا رڼا څومره پراخه ده هر خوا ته
را خورېږي هرې خوا ته ده تابانه
را ځلېږي په هر وره، دښتو بيابانه
دا فضا دې څومره ارته خوره کړې
دا دنيا دې څومره لويه جوړه کړې
په جمال دې لکه ناوې ښايسته کړې
په کمال دې شين څادر دی پرې خور کړی
پاس په سر دې ورله لمر ځلانده کړی
بر اسمان دې دی په ستورو ښايسته کړی
کسرتي جهان دې څه آراسته کړی
بيا محفوظه دې ساتلی په هر رنګ دې رنګين کړی
يو په بل او بل په بل دې دی ساتلی
يو د بل او بل دې بل ته پرده کړی
دا دې څرنګه جوړ کړي عجايب دي
د اسرارو کايناتو دې ترې جوړ کړی
په رښتيا چې يې ښاغلی
زه ميرويس به شمه غلی
ته قدير او ته قادر يې
ته په هر ځای کې حاضر يې
منور يې او خبر يې

۲۴/۰۲/۲۰۱۰

وېسپ هالنډ

Also on Fandom

Random Wiki