Fandom

شعرونه

د خوب او ويښتيا تر منځه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ستا غم په زړه کې ويښ دی

ستا د درد پيټی بار د روح پر اوږو

د بيابان سرې تيږې

او

زما د ز خمي تلو کيسه

څومره چې ځم غرونه هم لرې روان

چا نه پوښتنه وکړم؟

چې غرونه لا هم غمځپلو ليونيو ته پناه ورکوي؟

آيا په غرونو کې لا سمڅې شته چې:

د عشق له رنځه قراريانو ته د دمې کور شي؟

ته لا هماغسې د ژوند د بيابان سراب يې

لرې

ډېر لرې د افق په څنډه

دنگه ولاړه يې او گورې راته

ستا غم په زړه کې ويښ دی

او زما ړندې سترگې له خوبه باسي

زه له هغه ښاره وتلی يم چې

هلته د عشق گناه تر قتله ستره

او وينې وړی دی د مينې فصل

غرونه!

چېرې دي غرونه

چې پناه وروړم

ستا غم په زړه کې ويښ دی

عجيب قانون دی د ښار

عشق ته د رسم او رواج زاړه کولپونه پراته

بازار د تورو او چړو پرانيستی

د دوست ديدن سخت

د دښمن تر قتله

لا ته ولاړه يې او گورې راته

ستا غم په زړه کې ويښ دی

بيابان د پټو هديرو سمندر

له تندې مرمه

اوبه نشته

وينه نه شم څښلای

چېرې ولاړه يې

زما لاس ونيسه

مرم درپسې!

رواج مې نه پرېږدي چې لاس دې ښکل کړم

ځکه ستا لاس ښکلی دی

او په ښکلا باندې د شونډو

موښل شين کفر دی

موږ له يو بله جدا

ځکه ديدن خو مو گناه ده

گناه!

يوه پوښتنه کوم

موږ د ديدن له گناه ويره لرو

مگر هغه چې د انسان پر مرۍ تېغ راکاږي،

نه وېرېږي

ووايه کومه گناه،

څنگه گناه

لاس راکړه

مرم درپسې

مخ مې ښکل کړه

زما مخ سپېڅلی دی

د پاک کتاب د پاڼې په څېر

پر مخ مې ډېرې اوښکې وبهېدې

د هېڅ چا وينې ور الوتې نه دي

اوښکو زما پر مخ دا ستا د شونډو ښکلې سرخي نه ده وړې

ما ته دعا شوې ده!

"خدای دې سرخرويه لره!"

ټول عمر ستا د شونډو رنگ ساتم

او سور مخ گرځم

ستا غم په زړه کې ويښ دی

غرونه لا لرې دي

او زه ستړی يم

ته لا هم لرې د افق په څنډه

دنگه ولازه يې او گورې ورته

چې عشق قتلېږي د گناه په نامه

تله، ۱۳۸۷ لمريز کال'

Also on Fandom

Random Wiki