Fandom

شعرونه

د خودۍ ګنج

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ساقي!د زړه شراب په نوې پيمانه کې راکړه
مطربه کيف د درياب په ترانه کې راکړه
په سر مې واړولې ډېرې د ستم زمانې
صله د رحم لږ په دغه زمانه کې راکړه
د تورو شپو په ګنيدي شانته زړه کې ماته
زېری د نوي سباوون په شکرانه کې راکړه
ډېر د طلسم ښامارانو وېرولی يم زه
د خودۍ ګنج راته په خپله ويرانه کې راکړه
چې مې په سرکې د ملي وحدت خمار راويښ کړې
ځای د استوګنې راته هسې ميخانه کې راکړه
راته بلا د چا د تورو زلفو دام چې نه شي
لوی قناعت راته د خال وړه دانه کې راکړه
د جام جم خبرې لاړې زياتې هېرې شولې
هغه قدرت راته د فکر زنګانه کې راکړه
چې مې د ساز په اواز نور زړونه ناسازه نه شي
سوز د قفس راته په خپله اشيانه کې راکړه
چې زړه پرې وسوزم بې واره ورنه وګرځمه
د ژوندون شمع په آغوش د پروانه کې راکړه
چې د نړۍ د آسمان غر شم او دنيا رڼا کړم
د تېر عظمت قدرت په نوي سامانه کې راکړه

Also on Fandom

Random Wiki