Fandom

شعرونه

د دردونو کارخانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

دنیا مې خوشال ویني خو زه پس شا ژړیږم

مسکا به مې په مخ وي خو په زړه باندې دردیږم

پردو نه هم خفه شم خو چې خپل راته غم راکړي

ماهی چې له اوبو وباسې دغه شان کړیږم

دردونه مې بې واکه کړي هغه سحنه چې ګورم

چې غشي بیا دخپلو لاس کې وینم ویلي کیږم

غمونو کې سحر شي او غمونو کې ماښام شي

دردونه چې مې ستړي شي زه هله ویده کیږم

انسان یم پاکه ربه زه به څومره شم غښتلی

پردي او خپل مې دواړه زوروي زه لا خندیږم

دولت زه ددردونو ټولوم خو مالدار نه شوم

بیا هم لکه سوالګر زه دژوند لارو کې زوریږم

تمکینه ژوندون نه شو دردونو کارخانه شوه

بس خدای خبر چې کله به نړۍ نه رخصتیږم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki