FANDOM


دامې نظر ښكلي جبين ته د دلبر وخاته
كه په دې پورې كنډاؤنوباندې لمر وخاته

بېرته راتلى نه شم په شا لاره شوه وركه رانه
په محبت كې مې تر كوم ، كوم حده سر وخاته

ما د سپوږمۍ تر څنګ سپين ستورى اوستا خال جانانه
چې مې كاته خائيست كې دواړه برابر وخاته

چا راته راكړه په ډالۍ كې د ګلونو ګېډۍ
چې مې راخلاصه كړه هغه هم توره سپر وخاته

ګوره چې فكر مې په مينه كې تر كومه ځايه
په تصور كې ديار ستورونه هم بر وخاته

راشه ريښې ، ريښې ګريوان مې بېرته ټول كړه اشنا
په مانظير خو ستا دمينې ډېر اثر وخاته

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki