FANDOM


تېرومه ډېر غمونه ستا د دوه سترگو له پاره

وړم په سر مې الزامونه ستا د دوه سترگو له پاره

پرې د اوښکو باران وکړم په بڼویې بیا جارو کړم

د خپل وران کلي بامونه ستا د دوه سترگو له پاره

مینې ستا نوم پرې لیکلی ځکه ساتم په زړگي کې

دانارسور،ناسور زخمونه ستا د دوه سترگو له پاره

خدای شته ماته یې تیاري چې ستا د زلفو غوندې ښکاري

گران په ما دي ماښامونه ستا د دوه سترگو له پاره

وایم گوندې چې به لنډ شي د تریخ ژوند ستړي مزلونه

چښم د زهرو ډک جامونه ستا د دوه سترگو له پاره

زه زړه سواند په نیمه شپه کې پدې شاړو کوڅو گرځم

لټومه ستا گامونه ستا د دوه سترگو له پاره